د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت به د علمي، څېړنیزو او تدریسي خدمتونو د کیفیت لوړولو په برخه کې، هر هغه څه چې په واک کې لري، ونه سپموي

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۲۸
Kansjxjhdh

 

دغه څرګندونې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې له مشرتابه پلاوي، د علمي شورا غړو، د شرعیاتو پوهنځي له استادانو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې وکړې.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د ا.ا.ا مشرتابه د هېواد د تحصیلي نظام ځواکمنتیا او پراختیا ته ژمن دی او له خپلې وسې سره سم به د تحصیلي سکټور په پیاوړتیا کې هېڅ هم ونه سپموي. 

 

نوموړي د ياد تحصیلي بنسټ د مشرتابه پلاوي د ځينو وړانديزونو د منظورۍ تر څنګ وويل، چې د هېواد د تحصيلي بنسټونو مسؤلين او استادان باید په پوره جديت او اخلاص سره د علمي، تدريسي او زېربنايي کيفيت لوړولو په برخه کې خپلې هڅې وکړي. 

 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې خپل محصلین د دیني او ملي ارزښتونو په روحیه سمبال وروزي او د هغوی ذهني روښانتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو سره په لیدنه کې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې او د غوښتنو د پوره کېدو او ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

 

د يادونې وړ ده، چې میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسه په ۱۳۹۶هـ.ش کال کې ایجاد شوې، چې اوسمهال ۴ پوهنځي، ۱۰ ډيپارټمنټونه، ۷۷ استادان او ۸۵۵ محصلين لري.

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶ هـ ق، د جمادی الاول ۱۸مه 

۱۴۰۳ هـ ش د عقرب ۳۰ مه

 ۲۰۲۴م د نوامبر ۲۰مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS