د اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پلاوي د لوړو زده کړو وزارت له مسؤلانو او
۱۴۴۳/۱۱/۵
۱۴۰۱/۳/۱۵
د اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پلاوي د لوړو زده کړو وزارت له مسؤلانو او کارکوونکو سره، په دغه وزارت کې ناسته وکړه.
یاده ناسته د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د اسلام له نظره د چارو اسانتیا ته په اشارې سره وویل، چې دا د حکومت مسؤلیت دی، چې د خلکو کارونه په خپل وخت سره ترسره کړي. نوموړي په لوړو زده کړو وزارت کې د یادې پروسې عملي کولو ته تیاری وښود او په دغه برخه کې یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې پلاوي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پروسو د اداري چارو رئیس بریالي ابدالي د یادې پروسې په اړه معلومات ورکړل او د یوې ګډې کاري کمېټې پر جوړولو یې ټینګار وکړ، تر څو یې مسلکي برخه د ملکي خدمتونو اداره او تطبیقي برخه یې د لوړو زده کړو وزارت پر مخ یوسي.
د یادولو وړ ده، چې د ناستې په پای کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پروسو د اداري چارو مسلکي غړو د یادې پروسې په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
