د افغان نړیوال پوهنتون د طب، انجنیرۍ او زراعت فوق لېسانس برنامو د تحصیلي نصاب د ترتیب او چمتو کولو کلستر دایر شو.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۰:۵۸
fgssd

په همدې موخه جوړه شوې غونډه، چې د قران اعظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس عبدالرؤف فراهي، د ملي نصاب غړو، د هېواد کادري غړو او د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو استادانو ګډون کړی وو.

د غونډې د پرانېستې وینا د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس عبدالرؤف فراهي وکړه او ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغان نړیوال پوهنتون د طب، انجنیرۍ او زراعت فوق لېسانس برنامو د تحصیلي نصاب د ترتیب او چمتو کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي تحصیلي نظام د یوه هېواد د ملا تیر یاد کړ او زیاته یې کړه، چې یو تحصیلي نظام په معیاري تحصیلي نصاب پیاوړی کېږي.
همدارنګه ښاغلي فراهي له ګډونوالو وغوښتل، چې د نصاب ترتیب او چمتو کولوبرخه کې له پوره صداقت، ایماندارۍ او حوصله مندۍ څخه کار واخلي.

د اجنډا مطابق په یاده غونډه کې، د ملي نصاب غړي داؤد شاه فاروق د دغه کلستر پر پروسې رڼا واچوله او په وروستیو کې یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت په هڅو تر دې وړاندې هم د طب، ساینسي، فارمسي، ویترنري، کمپیوټر ساینس پوهنځیو او د تخصصاتو پنځه برنامو لپاره د نصاب بیا کتنه، ترتیب او د چمتو کولو چارې ترسره شوې دي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS