د افغان نړیوال پوهنتون ۴۲ تنه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۱۵ ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد.
دغه ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې او زدهکړې آمریت له لورې جوړ شوی و، د ۱۵ ورځو په اوږدو کې؛ د لوړو زده کړو وزارت په موخو، د وازت اداري جوړښت، د اداري مکتوبونو اصول، د مکتوبونو په برخه کې کړنې، د اداري مکتوبونو د لیکلو ډول، د اداري سندونو مدیریت، د اداري اصولو او مقرراتو په اړه معلومات، د لنډمهاله او اوږد مهاله پلان جوړونې په اړه ګډونوالو ته زده کړه ورکړل شوه.
د ورکشاپ په پای غونډه کې د افغان نړیوال پوهنتون ریس ډاکټر رفیع الله عطا خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې، د ورته ورکشاپونو ترسره کول په ادارو کې د کارونو پرمختګ او د ښه خدمتونو وړاندې کولو لامل کیږي.
وروسته د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې او زده کړې آمر عبید الله مولایی د ورکشاپ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې، په تېرو ۱۵ ورځو کې چې څه زده کړې په خپلو ورځنۍ کارونو کې دي عملي کړي.
د افغان نړیوال پوهنتون معاون رفیع الله منیب له لورې غونډه به دعا سره پای ته ورسیده.
