د اقتصاد، پالیسۍ او عامه ادارې پوهنځیو د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې او پراختیا ملي پروګرام دویم پړاو پای ته ورسید

Azizorayakhel.admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۴:۲۶
ر

د هیواد د پوهنتونو د اقتصاد، پالیسۍ او عامه ادارې پوهنځیو د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې او پراختیا ملي پروګرام دویم پړاو پای ته ورسید.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د یاد پروګرام د پای غونډه کې د تحصیلي بنسټونو د کیفیت پر لوړاوي تاکید وکړ او ویې ویل: «د افغانستان د لوړو زده کړو سکټور له ۲۰۰۲ څخه را پدېخوا د کميت له پلوه زیاته وده کړې، خو د کیفیت اړخ او د کار بازار اړتیاوو ته زیاته توجه نده شوې

نوموړي زیاته کړه چې له نیکمرغه لوړو زده کړو وزارت د ټولنې او د کار مارکیټ اړتیاوو او د هیواد د لوړو زده کړو نظام د کیفیت پیاوړتیا ته په کتو، یو شمېراصلاحي او بنسټیز پروګرامونه پیل کړل چې دغه پروګرامونه عبارت دي له: د تحصیلي نصابونو بیا کتنه او پراختیا، د تقنیني سندونو اصلاح او بیا کتنه، د مرکزي ادارو او دویمو واحدونو د تشکیلاتو معقول جوړښت، پوهنتونو ته د زیات صلاحیت په ورکولو او د هغوي په مالي استقلالیت باندې کار کول، له هیواده بهر او دننه د ماسټري او دوکتورا په برخو کې علمي کادر غړو ته د زده کړو زمینه برابرول، په پوهنتونو کې د څیړنیزو پروژو مخته وړل او په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د هیواد د استادانو د مقالو خپرول.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د نصاب د بیا کتنې ملي پروګرام په تړاو وویل چې ټاکل شوې وه دغه پروسه د ۱۳۹۹ کال تر پایه بشپړه شي، خو د کرونا وایروس خپريدل ددې سبب شو تر څو یاده پروسه په خپل ټاکلي وخت او زمان بشپړه نشي او راتلونکې کال ته وغځيږي.

پوهنمل بالاکرزي د تقنیني سندونو د بیاکتنې او تدوین په تړاو وویل: «د تقنیني سندونو د تدوین او بیا کتنې په برخه کې چې کوم اساسي کار سرته رسیدلی هغه دادی چې تقنیني سندونه له فرد محوري څخه سیسټم محوري ته بدل شوي دي او اوس مهال په مختلفو برخو کې د پریکړو پرمهال پر سیسټم زیات تمرکز کیږي

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د نصاب بیاکتنې پروسې شاملو استادانو څخه د مننې په ترڅ کې له هغوی څخه وغوښتل چې، په تدریسي مفرداتو په ډېره ځيرکتيا کار وکړي او له امکاناتو، منابعو او وخت څخه لویه ګټه پورته کړي.

ض

د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د انکشاف رئیس پوهنوال صدیق الله بارکزي د اقتصاد، پالیسۍ او عامه ادارې پوهنځیو د کلسټرونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د یادو شوو څانګو لومړی او دویم پړاونه بشپړ شوي او ټاکل شوې چې په نږدي راتلونکي کې يې درېیم او نهایي پړاو هم پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د موجودو ۱۶۵ تحصیلي څانګو له جملې څخه، د ۴۴ تحصیلي څانګو چې ۲۱ د انجنیري، ۱۰ د کرنې، ۸ د ښوونې او روزنې، ۳ د شرعیاتو او ۲ د حقوقو او سیاسي علومو څانګې دي، نصابونه يې بشپړ او نهایي شوي دي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS