د الکټرونيکي سېسټمونو د پراختیا او جوړېډو غونډه جوړه شوه
په لوړو زده کړو وزارت کې د ښې حکومتولۍ د ټینګښت او پراختیا په موخه د برېښنايي سېسټمونو د جوړولو او پراختيا غونډه د دې وزارت د مالي او اداري معین نور احمد دروېش په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کابل پوهنتون ريیس پوهاند محمد عثمان بابري، د مخابراتو وزارت معین احمد مسعود لطیف رای د مرکزي ادارو څو تنو ريیسانو او د کابل پوهنتون استادانو ګډون درلود.
مالي او اداري معین نور احمد دروېش د برېښنايي سېسټمونو د پراختیا د اړتیا او د هغه د ارزښت په موخه د بحث په ترڅ کې وویل، لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې د برېښنايي سېسټمونو د پلي کولو په اړه د مناسب وضعیت جوړولو د بدلون او پراختیا له پاره هم کار وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین همداراز په دې غونډه کې د تعليمي، اداري او اکاډمیکو خدمتونو د برېښنايي سېسټم د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د اتلس ګونو ژمنو د پلي کولو لپاره يې له اړوندو ادارو سره د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو پر پراختیا او پرمختګ ټینګار وکړ. همداراز په کابل پوهنتون کې د شکایتونو د اورېدو په موخه د یو ملي مرکز په جوړېدو چې وکولای شي په مستقیمه توګه د خلکو درج شوي شکایتونه په دې سېسټم کې را ټول او اړوندو مراجعو ته يې ورسوي؛ هم بحث وشو، څو په دې برخه کې د پوهنتونونو د مالي استقلالیت په پام کې نیولو او له اصولو او مقرراتو سره سم د یوې کړنلارې په اړه کار وشي او د هغه د محتوا د بیا کتنې او تحلیل تر پروسې وروسته يې د یو تفاهم لیک په چوکاټ کې د ترسره کولو پړاو ته واچوي.
