د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن لوړو زده کړو وزارت خپل کلنی راپور وړاندې کړ. 

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۴:۵۹
1452111000


د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو د حکومت د رسنیو مرکز کې د یوه کنفرانس له لارې د دغه وزارت د ‍۱۴۴۵هـ.ق کال مهمې لاسته راوړنې او فعالیتونه وړاندې کړل. 
په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله لوړو زده کړو وزارت ته ځانکړې پاملرنه کړې او ټولو امارتي ادارو زموږ ملاتړ او له موږ سره همکاري کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه زموږ د وزارت کارونو د ښه والي په خاطر ۵ زره نوی تشکیل راکړ، په پنځو زونونو او هلمند ولایت کې یې دیني جامعات راته ایجاد او د هېواد په داخلي پوهنتونونو کې یې د علمي کادر د ماسټري او دوکتورا فیسونه راته معاف کړل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه چې دغه وزارت په تېر کال کې د ۱۳۱ تحصیلي نصابونو بیاکتنه او پراختیا کړې، په امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې یې (۱۱) د دوکتورا، (۳۶) د ماسټري او (۱۵) د لېسانس نوې برنامې او همدارنګه (۸۶) نوې څانګې ایجاد کړي دي. دغه راز افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته یې بهرني استادان د تدریس په موخه راوستلي، د دیني جامعاتو شاوخوا ۱۳۰ مسلکي مفتیان او قاضیان یې سترې محکمې ته ورکړي دي. 
همدا راز هغه په خپلو خبرو کې وویل چې لوړو زده کړو وزارت د امارتي تحصیلي بنسټونو لابراتوارونه او کتابتونونه تجهیز، د خصوصي تحصیلي سکټور ملاتړ، څارنه او ارزونه یې کړې او د دیني علماء کرامو ازموینه یې اخیستې او معیاري اسناد یې ورکړي دي. 
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا رئیس انجنیر سردار ولي صالحي د دغه وزارت د علمي برخې لاسته راوړنې وړاندې کړې او ویې ویل چې تېر کال کې مو (۱) نړیوال او (۴) ملي کنفرانسونه دایر کړي او د ازاد رقابت له لارې (۶۴۰) د علمي کادر نوي غړي جذب شوي، (۱۶) تحصیلي بنسټونو د اعتبار سندونه تر لاسه کړي او (۵) امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو خپل اکاډمیک اعتبار ساتلی دی. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس حافظ انجنیر روح الله روحاني د مالي او اداري برخې اړوند معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغه وزارت له عادي او پراختیایي بودیجې څخه د شاوخواه ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت (۹) ساختماني پروژې تکمیل شوي، د ډیپلومونو او ترانسکرېپټونو له وېش څخه ۵۵۷ میلیونه او ۲۲۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي، د لوړو زده کړو وزارت اړوند څه د پاسه (۵۰۰) جریبه ځمکه تثبیت او له غصب څخه ازاده شوې او همدارنګه په تدریسي روغتونونو کې د زرګونو ناروغانو درملنه شوې ده. 
د لوړ وزده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي د محصلانو چارو اړوند معلومات ورکړل او ویې چې اوسمهال په امارتي تحصیلي بنسټونو کې شاوخواه (۱۸۹۹۹۱) محصلین په زده کړو بوخت دي، (۲۲۱۲) محصلین په بهر کې د زده کړو له تکمیل وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي، د علماء کرامو د اسنادو ارزونې او معادلت په موخه له ۴۰ زره علماء کرامو او د ۱۴۴۵هـ.ق کال د عاليې او عالميې مرحلې د ۲۳زره طالب العلملانو او فاضلانو څخه ازموينه اخيستل شوې ده. 
د یادولو وړ ده چې د کنفرانس په پای کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو له لوري د رسنیو استازو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د صفرالمظفر ۲۱مه
۱۴۰۳هـ.ش، د وږي ۴مه
۲۰۲۴م، د اګیسټ ۲۵مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS