د امارتي تحصیلي بنسټونو کارمندانو لپاره د معلوماتي او مدیریتي سیسټم (HEMIS) څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
په یاد ورکشاپ کې، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو ریاست له لوري جوړ شوی و، د امارتي تحصیلي بنسټونو اداري کارکوونکو ته د معلوماتي او مدیریتي سیسټم اړوند روزنه ورکړل شوه.
د ورکشاپ په پایناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رئیس استاد حامد یعقوبي د ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې دغه سیسټم په خپلو پوهنتونونو کې عملي او د اړوندو اداري چارو کارکوونکو ته روزنه ورکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو معنینیت سلاکار پوهنوال احمد ضیاء یوسفزي د ډیجیټلي سیسټمونو په اړه معلومات ورکړل او د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي او مدیریتي سیسټم یې د محصلانو د کارونو چټکتیا او روغتیا په برخه کې ګټور وباله.
په دغه ورکشاپ کې د امارتي تحصیلي بنسټونو ۹۵ تنو کارکوونکو ګډون کړی و، چې په اړونده برخه کې یې عملي زده کړې تر لاسه کړې.
