د بشري حقونو د تمثیلي محکمې په ملي سیالیو کې د کابل پوهنتون د محصلينو اتلولي ونمانځل شوه

baqir_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۰:۵
ض

د بشري حقونو د تمثیلي محکمې په ملي سیالیو کې د کابل پوهنتون د محصلينو اتلولي ونمانځل شوه.

د کابل پوهنتون د محصلينو چارو معاونیت د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د بشري حقونو د تمثیلي محکمې په ملي سیالیو کې چې کابل پوهنتون کې جوړې شوې وې، د شرعیاتو پوهنځي د محصلينو اتلولي تر لاسه کول د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د تمثيلي محکمې د ټیم له لوري ونمانځل شوه.

د کابل پوهنتون رييس پوهاند محمد عثمان بابري په خپلو خبرو کې د دې پوهنتون د محصلينو لومړی مقام تر لاسه کول د کابل پوهنتون، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته تبریکي ورکړه او د پروګرام د ټولو کارکوونکو له هڅو يې ستاینه وکړه. ښاغلي بابري د تمثیلي محکمې د سیالیو د اهمیت په اړه وویل: «له بده مرغه له ډېرو ترسره شوو هڅو سره سره، د بې ثباتۍ ډولونه، ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي ګډوډۍ، د قانون د حاکمیت، د محاکمو او قضایه قوې کمزوري او د هېواد په محکمو کې شته ستونزې او د محصلينو تر منځ چې د سبا مديران دي، د دې ډول رقابتي سیالیو جوړول ډېرې مهمې دي. په همدې توګه کابل پوهنتون د حقوقو او شرعیاتو پوهنځي ته په ځانګړي ارزښت  قایل دی، همداراز د محصلينو په دایمي لاسته راوړنو ویاړي چې په سختو شرایطو کې يې ترلاسه کوي».

د کابل پوهنتون د محصلينو چارو مرستيال پوهندوی فیصل امین، د شرعیاتو پوهنځي استاد دوکتور لطف الرحمن سعید، د کابل پوهنتون استاد او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر پوهندوی نجیب اقا فهیم، په ولسي جرګه کې د خلکو استازی عمر نصیر مجددي او ښاغلي بختیار د شرعیاتو پوهنځي د تمثیلي محکمې د ټيم په استازولۍ، د دې پروګرام هغه نور ويناوال وو چې د تمثیلي محکمې د ارزښت او د کابل پوهنتون د استادانو او محصلينو د هڅو رول او لاسته راوړنو په اړه يې  خبرې وکړې او د دې لاسته راوړنې په اړه يې کابل پوهنتون په ځانګړې توګه د شرعیاتو پوهنځي ته تبریکي وویله.

د بشري حقونو د تمثیلي محکمې سیالۍ سږ کال د ۹ډلو ترمنځ د هېواد د اتو خصوصي او دولتي پوهنتونونو ترمنځ جوړې شوې وې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS