د تبدیلې د فورمې د اخیستلو په هکله د خصوصي محصلانو چارو ریاست خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

«د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو  ټولو هغو محصلانو ته چې له یو تحصیلي بنسټ څخه بل تحصیلي بنسټ ته د تبدیلي کولو غوښتونکي وي، خبر ورکول کيږي چې له دې څخه وروسته به د تبدیلۍ فورم له هغه پوهنتونه چې ورپکې په تحصیل بوخت دی او همدارنګه په کابل او ولایتونو کې د خصوصي لوړو زده کړو پوهنتونو او موسساتو اتحادیې له دفترونو  څخه لاسته راوړي او د دوو تحصیلي بنسټونو (لومړي پوهنتون او دویم پوهنتون) د موافقې له اخیستلو وروسته به د وروستیو مراحلو طی کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو ریاست ته سپاري.»

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements