د تحصیلي بنسټونو د ښکلو هنرونو، ارواه پوهنې، اختصاصي او مسلکي زده کړو پوهنځيو اړوند څانګو د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پیل شو.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱
kfdjgkdfkjkjdffd


د یاد کلسټر د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد پر تحصیلي نظام د ښوونې او روزنې څانګې اغېز او په ټولنه کې د علم په اړه د شته فکر پر بدلون خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه: «تر څو چې د ښوونې او روزنې برخې ته اساسي پام ونه شي، معیاري تحصیلي نظام او غوره محصل لرل ناممکن دي.» د هغه په وینا؛ که څه هم په افغانستان کې ښوونه او روزنه اوږد تاریخ لري، خو بیا هم ډېرې ستونزې پکې دي، چې په مسلکي چلند او د ټولنې لیدلوري په تغیر سره یې اصلاح کولی شو.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ښکلو هنرونو څانګو پر ګټو خبرې وکړې او د دې څانګو له استادانو یې وغوښتل چې د یادو څانګو پر ارزښت او د ټولنې خلکو ته یې د ګټو په اړه معلومات ورکړي او هنر په ذاتي ډول خلکو ته وروپېژني.
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د کلسټر غړو پنځه ورځنۍ اجنډا په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې کلسټر کې به د یادو څانګو د نصاب جمع بندي، د متنونو کلي ترتیب او بیاکتنه، صحافت او ډیزاین وشي.
د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت څه موده مخکې «د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس» تر عنوان لاندې کنفرانس دایر کړی و، چې پکې د ښوونې او رزونې متخصصینو او استادانو د هېواد ښوونې او رزونې او تحصیلي نظام پر ځواکمنتیا، پرمختګ او د ستونزو پر حلارو خپلې مقالې وړاندې کړې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS