د تړون کولو خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د کندهار پوهنتون د ادبیاتو او انجنیرۍ د پوهنځیو د شبکې جوړونې پروژې تړون (۲۳۴۹۶۸۰) دوه میلیونه او درې سوه نهه څلوېښت زره او شپږ سوه او اتیا افغانۍ د ګوهر کاویان لوژستیکې خدماتي شرکت سره وکړي چې د (72753) جواز نمبر لرونکی دی او په کارته چهار، کابل، افغانستان کې موقعیت لري. د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/GOVD-ON/1400/NCB/G-029)
حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپله نیوکه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري، چې په کارته چهار– کابل – افغانستان د کابل پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري.
دا خبرتیا د تړون کولو په مانا نه ده، د پورتنۍ مودې تر بشپړېدو او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نه شي.
