د جاپان سفیر د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره وکتل.

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۱:۵۶
ryree

یاده ناسته چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، په کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس سید اسماعیل روحاني، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او بوروسونو د تنظیم رئیس نظر محمد عرفان، د کابل طبي پوهنتون رئیس فضل الرحمن رحماني او د جاپان سفیر (تاکاشي او کادا) او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د افغانستان او جاپان اړېکې مهمې وبللې او په تحصیلي او تدریسي برخو کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې یو اباد افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره مهم دی او دا هېواد په تحصیل سره ابادیدای شي،چې باید نړیوال ورته پوره پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د جاپان سفر(تاکاشي او کادا)  د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د وخت ورکولو د مننې ترڅنګ په تحصیلي او روغتیايي برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
نوموړي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کارپوه، مسلکي، هېواد ته ژمن او د محصلانو پرمخ د خصوصي او دولتي پوهنتونو خلاصونکی شخص یاد کړ.
دغه راز د جاچان سفیر د تحصیلي برخې پیاوړتیا لپاره د افغانستان او نړیوالو هېوادونو اړېکې قوي کول مهمې وبللې او زیاته یې کړه ، " موږ د باثباته افغانستان جوړولو په هڅه کې یوو."
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د هېواد تحصیلي بنسټونونو د تقویت په موخه یو شمیر هېوادونو ته سفرونه کړي او ډېر کله یې د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو سره د هېواد په ننه کې ناستې ترسره کړي، چې ښې پایلې یې لرلي دی.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS