د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل کمیسیون غونډه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست د رئیس په مشرۍ ترسره شو
په نوموړي غونډه کې چې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسان او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې یو شمېر غړو ګډون درلود. په پیل کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس استاد شاکر وحیدي له خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې موږ ټول په ګډه کار کوو ترڅو د دغو بنسټونو ستونزې هواري او کیفیت او اعتبار يې لوړ شي.
نوموړي همدارنګه د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې له پلاوي څخه وغوښتل چې د دې وطن بچیانو ته د تېر په پرتله ډېر خدمتونه وړاندي کړي.
ورپسې د شورا د تېرو پریکړو لنډه یادونه وشوه.
وروسته د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې رئیس دوکتور احمد طارق کمال د خصوصي تحصیلي بنسټونو د مالیې معافیت په اړه خوښي وښوده او د لوړو زدهکړو وزارت له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو پرمختګ ته پام کوي.
په پای کې د غونډې غړو له آجنډا سره سم د هغو پوهنځیو او ډیپارټمنټونو چې د فعالیت جواز نلري او اوسمهال بند دي د فارغو شویو محصلانو د ازموینی د تثبیت پر طرحې، د وزیر شاه ولي خان لوړو زده کړو مؤسسې پر کړنیزې طرحې، د باختر پوهنتون ستونزو او کړنو او نور ورته موضوعاتو بحث وکړ او ترڅنګ یې لازمي پرکړې وکړې.
