د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پراختيا مشورتي بورډ غونډه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۸:۱۹
gg

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بری صدیقي، د آزموينو د ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش، د لوړو زده کړو وزارت یو شمیر مرکزي رئيسانو او د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د محصلانو ستونزو د حل په اړه د مسوولينو کاري راپور واوریدل شو او له هر اړخیزو خبرو وروسته پریکړه وشوه چې د خصوصي لوړو زده کړو هغه شمیر بنسټونه چې د شپږو میاشتو په تیریدو سره یې تر اوسه د آزموينو ملي ادارې او له هغې لارې یې د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو ریاست ته د خپلو خزاني سمسټرونو د کانکور آزموينې نتایجو په لیږلو کې ځنډ کړی، د (۱۳۹۸) د کب تر (۱) نیټې پورې وخت لري تر څو خپل نتایج ولیږي؛ له دې نه بغیر به یې په یاد سمسټر کې د محصلانو شاملیدل د لوړو زده کړو وزارت په وړاندې قانوني مشروعيت ونلري او د دې بنسټونو د (۱۳۹۹) کانکور آزموينه به هم و نه منل شي چې وروسته مسوولیت به یې د یادو بنسټونو په خپله غاړه وي؛ همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسساتو اتحادیې ځانګړې ملي کميټه به هم د دغو بنسټونو اړوندو څانګو د تعليق په هکله تصمیم ونیسي.

dd


په یاده غونډه کې د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د آزموينو اخيستلو طرزالعمل چې د ځانګړې کميټې له لوري له وړاندې چمتو شوی و، د تائید وړ وګرځید؛ همدا ډول بورډ د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د کانکور آزموينې د اخیستلو په اساس د ځانګړې کميټې وړاندیز هم تائيد کړ تر څو د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو عمومي آزموينه په پسرلني سمسټر کې د ۱۳۹۸ د کب له ۱۰ نيټې څخه د کب تر ۳۰ نیټې پورې او د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو پسرلنۍ متفرقه آزموينه د وري له اولې نیټې نیولې تر لسمې نیټې پورې اخیستل کیږي.
د جدید الشمول محصلانو لپاره د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د پسرلني سمسټر پیل هم د وري میاشتې له (۱۵) تر (۲۰) پوري وټاکل شو.
د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي لارښوونه وکړه تر څو ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت له اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونو په اړه د معلوماتو کتاب د يونيسكو د اطلاعاتو نړیوال مرکز
National Information Center (NIC)
په نوم د لوړو زده کړو وزارت په ویب سايټ کې چې وروسته به د يونيسكو سازمان (UNESCO) او د سويلي آسیا د سیمه ییزو همکاریو سازمان (SAARC)
په وسیله د ګټې اخیستنې وړ وګرځي، تدوین او چمتو کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS