د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کميسيون غونډه جوړه شوه
د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کميسيون غونډه نن د لوړو زده کړو وزارت د نوماند سرپرست وزير دوکتور بصير عباس په مشرۍ جوړه شوه.
په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د ټولو مرکزي ادارو رييسانو ټولو معينانو، د مرکز د پوهنتونونو رييسانو او د خصوصي لوړو زده کړو او پوهنتونونو د ټولنې استازو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير دوکتور عباس بصير له خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو د ملاتړو او تخنيکي تدابيرو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او په عين حال کې يې ټينګار وکړ چې د دې بنسټونو د وړتیا او کيفيت د لوړولو په هدف له خصوصي لوړو زده کړو موسسو څخه جدي څارنه کېږي.
د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست د علمي بنسټونو کيفيت د مهم عنصر په توګه ياد کړ زیاته يې کړه چې څارنه د کيفيت د ښه والي او د علمي ارزښتونو د تامين له پاره ترسره کېږي او په دې برخه کې له لوړو زده کړو وزارت سره د لوړو زده کړو ټولې خصوصي موسسې او پوهنتونونه همکار دي.
په دې غونډه کې د خصوصي پوهنتونونو په ځينو موضوعاتو لکه د نوم بدلول، ځای بدلول، د څانګو جواز، د اعتبار ورکولو او ارزونې بهير ته ننوتل او په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د علمي کادرونو د ګمارنې او ترفيعاتو په اړه بحث وشو او نظرونه يې تبادله کړل او همداراز په ځينو سرغړونو چې د يو شمېر خصوصي لوړو زده کړو موسسو له لوري د لوړو زده کړو د مقررو خلاف ترسره شوې دي هم لازم تدابير ونيول شول.
