د خصوصي لوړو زده کړو وزارت د مشورتي بورد ناسته دایره شوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۳۶
g

د خصوصي لوړو زده کړو رهبري شورا غونډه د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير په مشرۍ جوړه شوه. په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت معينانو، د یاد وزارت او د خصوصي پوهنتونونو يو شمېر رييسانو هم ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزير د خصوصي لوړو زده کړو مشورتي بورډ د جوړولو له کبله د خوښۍ په څرګندولو سره، دوی د مثبت او سالم تعامل او د دواړو لوريو د ګډو همکاريو په برخه کې د لوړو زده کړو د ودې او پياوړتیا په موخه اغېزمن وباله.

ډاکټر عباس بصير وويل چې د خصوصي لوړو زده کړو په بنسټونو کې د پياوړو وړتیاوو د ارزولو، د وړ حل‌لارو او ستونزو د تشخيص له پاره د يوه ملي سمپوزيم د جوړولو طرحه له ولسمشر سره شريکه شوې او ولسمشر يې هم هرکلی کړی چې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د برابرښت او لوړو زده کړو بنسټونو د پرمختګ له پاره به اغېزمنه وي.

وروسته د لوړو زده کړو وزير او معينانو او د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د بنسټونو استازو له اجنډا او د مشورتي بورډ له يادو فعاليتونو سره سم، د اداري جوړښت او د دې بورډ جلسو د وخت تنظيم، د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د ټولنو وړانديز شوې طرحه، په ترکيبي طريقې سره د تدريس په لارو او همداراز د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د ملي سمپوزيم جوړولو په اړه بحث وکړ، همداراز یوه کمېټه جوړه او دنده ورکړل شوه څو په راتلونکې غونډه کې د پورته موضوعاتو د ترسره کولو له پاره خپلې طرحې وړاندې کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS