د خوست شیخ زاید پوهنتون حقوقي کلینیک کې عامه خدمتونه پیل شول

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۷:۵۶
g

د دغه پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو محصلانو نن د عملي روزنې لپاره حقوقي کلینیک کې د خپلو  فعالیتونو سربېره د عامه خدماتو پر وړاندې کولو هم پیل وکړ. یاد حقوقي کلینیک کې به د محصلانو  روزنې تر څنګ؛ په حقوقي قضایاوو کې ولس ته عامه پوهاوی او د اړمنو خلکو لپاره وړیا حقوقي خدمتونه وړاندې شي.

یاد خدمتونه د تجربې خاوندانو او جواز لرونکو مدافع وکیلانو له لوري پر مخ وړل کېږي چې هیوادوال کولای شي په کادري او اداري برخو کې له یادو خدمتونو څخه د برخمن کېدو په موخه دغه حقوقي کلینیک ته، چې د شرعیاتو پوهنځي په درېیم پوړ کې دی، مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري د خپل اکاډمیک فعالیت ترڅنګ د اړمنو خلکو هوساینې لپاره هم کار کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS