د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست د اسنادو معادلت او ارزیابۍ ریاست او اسنادو د وېش ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځینی ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
یاد روزنیز ورکشاپ، چې د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې امر عبید الله مولايي له لوري ترسره شو، د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست د اسنادو معادلت او ارزیابۍ ریاست او اسنادو د وېش ریاست اداري کارکوونکو ته په کې د اداري کارونو، اصولو او مقرراتو په اړه زده کړه ورکړل شوه، چې په ورځنیو چارو کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګټه ترې واخلي.
د یاد ورکشاپ په ورستیو کې پر ګډونوالو تصدیق پاڼې ووېشل او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او دا راټولېدنه د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.
