د (د ابن سینا لارویان) په نوم مجله چې د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري خپریدله، له لسو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوه.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۶:۱۱
fsdsdasda

په همدې اړه د کابل طبي علومو پوهنتون کې غونډه جوړه شوې وه چې ویناوالو په ټولنه او تحصیلي بنسټونو کې د چاپي خپرونو پر ارزښت خبرې وکړې.
په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون ریس ښاغلي فضل رحمان رحماني له هغو څخه مننه وکړه چې د دې مجلې په بیا پیلیدو کې يې برخه اخستې وه او زیار یې ویستلی و، هغه وویل، په دې مجله کې به د طبي موضوعاتو تر څنګ د کابل طبي علومو پوهنتون لاسته راوړنې او فعالیتونه خپریږي. 
هغه له ټولو استادانو او محصلانو څخه وغوښتل چې د دې مجلې په بډایه کولو کې مرسته وکړي. 
وروسته محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون مالي او اداري معاون، پوهاند شمس الرحمن رحماني، محمد فرید برنایار او څو تنو نورو د خوښۍ تر څنګ د دې مجلې له مسولینو سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. 
همدارنګه صبغت الله سجاد د کابل طبي پوهنتون د اطلاعاتو او نشراتو آمر او د ابن سینا لارویانو مجلې مدیر مسؤل د مجلې محتوا، د نشراتي بورد غړي او چاپي خپرونو پر ارزښت خبرې وکړې. 
هغه وویل چې په دې چاپي خپرونه کې به علمي، کلتوري، دینی، ټولنیز او خبرې موضوعات د استادانو او محصلانو په مرسته خپاره شي. 
مجلس د (ابن سینا لارویان) مجلې په مخ کتنه او ویش سره پای ته ورسید.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS