د رومانیا هیواد د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د تحصیلي بورسونو خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

 

په فرانسه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت  د۲۰۲۰-۲۰۲۱ تعلیمي کال لپاره د سیاسي علومو او مدیریت، ښوونیزوعلومو، رومانیایې کلتور او تمدن، ژورنالیزم، حیواني طب،کرنې،دپټرول او ګازو تخنیکي انجینرۍ په برخو کې د رومانیاهیواد د تحصیلي بورسونود (۸۵) سیټونو د ورکړي، خبر ورکړیاو د لاندې تائید شویو سندونو په بشپړولو سره د واجد شرایط نوماندانو د ورپیژندلو غوښتنه کړې ده.

  • د ډیپلوم او نمروټرانسکریپټ کاپي
  • د غوښتنلیک فورم بشپړول
  • د روغتیایي فورم بشپړول
  • د سوانحو خلص (CV)
  • د بهرنۍ ژبې دسندونو کاپې

د یادولو وړ دی چې د پوهنتون فیس،د میاشتنۍ هستوګنې او مالي مرستې د بورسونو ورکونکي هیواد لخوا تمویلیږي.خو دتګ اوراتګ ټیکټ لګښت د نوماندانو په غاړه دی،همدارنګه غوښتونکي باید په رومانیایې ژبه تسلط ولري او پرته له هغې دوی مکلف دي چې یو کال په رومانیا کې درومانیا هیواد د ژبې د زده کړې لپاره تیر کړي.

د نورو معلوماتو او د غوښتنلیک فورم د ترلاسه کولو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.

http://www.mae.ro/en/node/10251.

 

  د یادو شویو بورسونو مینوال که چیري په شرایطو برابر وي په یاد سایټ کې د نوم لیکنې وروسته، د بورسونو مدیریت سایټwww.sms.mohe.gov.af کې هم نوم لیکنه وکړي او د یادو شویو  فورمونو کاپي د ۲۰۲۰ فبروري ۲۵ نیټې څخه مخکې چې د ۱۳۹۸ کب میاشتې له ۶ نیټې سره سمون خوريدلوړوزده کړو وزارت د پذیرش دفتر ۲۱ شمیري غرفې ته وسپاري.د یادونې وړ دی چې د نوماند د نمرو سلنه باید د ۶۵٪ څخه کمه نه وي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements