د سره صلیب نړیوالې کمېټې ځانګړي استازي او ورسره پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د کادري روغتونونو اړوند د نوې تفاهم نامې پر لاسلیک بحث او خبرې وکړې.

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۴:۲۹
i

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ځانګړي استازي او ورسره پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د کادري روغتونونو اړوند د نوې تفاهم نامې پر لاسلیک بحث او خبرې وکړې.

دغه ناسته چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، په کې د کابل طبي پوهنتون رئیس دوکتور فضل الرحمان رحماني، د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې ځانګړي استازي ریټو شټاکر او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې ځانګړي استازي ریټو شټاکر د لوړو زده کړو وزارت له پوره همکارۍ مننه وکړه او د ګډې همکارۍ پر دوام او شفافیت ته په پوره پاملرنې یې ټینګار وکړ.

دغه راز نوموړي یادونه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت او سره صلیب ترمنځ تېره تفاهم نامه په ډېرې چټکۍ سره لاسلیک شوې وه، ترڅو روغتونونه له سقوط څخه وژغورل شي او اوس اړتیا ده چې نوې تفاهم نامه لاسلیک او زموږ خدمات دوامدراه شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د نوې تفاهم نامې په برابرولو د خوښۍ ، شفافیت رامنځته کولو او د ګډې همکارۍ د دوامداره ساتلو ترڅنګ وویل، "نوې تفاهم نامه دې د لوړو زده کړو وزارت او سره صلیب کمیټو په همغږۍ برابره، پراخه او د درملو د کیفیت په نظر کې نیولو سره سره دې لا مؤثر خدمات هېواد والو ته وړاندي شي."

سرپرست وزیر دغه راز د سره صلیب له مسؤلینو وغوښتل چې د کادري روغتونونو په تقویت، خودکفاء ، باکیفیته او د روغتیاپالانو ظرفیت لوړونې برخو کې هم همکاري وکړي، چې د سره صلیب مسؤلینو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS