د شبکې د تنظيم، ارتباطي او تکنالوژي مديريت د پرمختللې زده کړې ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۲:۲۶
ش

په لوړو زده کړو وزارت کې د HEDP دفتر په مرسته د هېواد د ولايتونو او مرکز په يو شمېر پوهنتونونو کې د معلوماتي تکنالوژۍ (ICT) د کار کوونکو له پاره د شبکې د تنظيم، ارتباطي او تکنالوژي مديريت د پرمختللې زده کړې ورکشاپ جوړ شو.

د دې محفل په پيليزه کې د لوړو زده کړو مالي او اداري معين نوراحمد دروېش، د پوهنتونونو د معلوماتي تکنالوژي کار کوونکو د وړتیا د لوړتیا له پاره د ياد ورکشاپ جوړېدل اړين وبلل، زياته يې کړه چې د ICT مرکزونه د کيفي لوړتیا، معياري والي او د لوړو زده کړو د موسسو او پوهنتونونو د تحصيلي نظام په ځواکمنتيا، ودې او معياري والي په برخه کې بنسټيز مرکزونه دي.

مالي او اداري معين له HEDP دفتر او له معلوماتي تکنالوژي رياست څخه په مننې، په تحصيلي بنسټونو کې د دې ډول مرکزونو د جوړېدو په اړه څرګنده کړه چې تحصيلي بنسټونه د دې مرکزونو په کارونې سره توانېدلي چې له دې لارې په لومړي ګام کې پوهنځي، په دويم ګام کې پوهنتونونه او په درېيم ګام کې د هېواد تحصيلي بنسټونه د سيمې او نړۍ له پوهنتونونو سره وتړي.

نوموړي زياته کړه چې له دې تکنالوژي څخه په کارونې سره به د محصل محوره امکاناتو، تحقيق او د انلاين کورسونو په ګډون د نورو پوهنتونونو له علمي اثارو څخه د استادانو او محصلينو د کار اخيستو اسانتیا برابره کړي.

نوراحمد درويش د ورکشاپ ګډونوال د ICT مرکزونو اغېزمنې کارونې او د دې مرکزونو د وسايلو او تجهيزاتو سمې ساتنې ته متوجه کړل او له دوی يې وغوښتل څو په خپلو اړوندو تحصيلي بنسټونو کې د يادو مرکزونو د لا بډاينې او اغېزمنتيا له پاره له نوو زده کړو د کار اخيستو هڅه وکړي.

وروسته د HEDP د دفتر رييس ضياالرحمن اندړ د ICT مرکزونو د کارکوونکو د لوړتيا پر اړتیا او د دې مرکزونو د کارکوونکو د کاري ستونزو پر حل يې ټينګار وکړ. دې چارو ته د رسېدو له پاره د HEDP دفتر له ادرس څخه د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

همداراز د لوړو زده کړو د بشري سرچينو رييس مصطفی يونس زاد، د دې ورکشاپ له جوړوونکو څخه په مننې سره په ادارو کې د کارکوونکو د وړتیا لوړول له ارزښت لرونکې پانګونې وبلل، نوموړي د لوړو زده کړو د ځواکمنتيا او ودې له پاره په معلوماتي تکنالوژي کې د همدې ډول ورکشاپونو د اغېزمن بللو تر څنګ، د لوړو زده کړو په حوزه کې د دې ډول پروګرامونو پر پرلپسې والي ټنګار وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي تکنالوژي رييسې پوهنمل شکريې جمال هم د لوړو زده کړو په نظام کې د معلوماتي تکنالوژي پر اغېزمتيا او د IT کارکوونکو له وسايلو پر اغېزمنې استفادې په اړه خبرې وکړې.

دغه ورکشاپ ۶ ورځې دوام لري چې په هغې کې د لوړو زده کړو وزارت، د کابل پولي تخنيک، کابل طبي، البيروني، بغلان، باميان، شيخ زايد او تخار د IT کار کوونکو ګډون لري.

د یادونې وړ ده چې د دې ورکشاپ لومړۍ دوره تر دې وړاندې د HEDP په مرسته د ۷ دولتي بنسټونو د معلوماتي تکنالوژۍ د کارکوونکو په ګډون جوړ شوی و چې ښې پايلې يې لرلې

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS