د شېخ زاید پوهنتون د انجنیري پوهنځي فارغانو خپل مونوګرافونه دفاع کړل

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۵:۲۶
g

شیخ زاید پوهنتون کې د انجینري پوهنځي اړوند مهندسۍ څانګې ۸۵ فارغ محصلانو له ډلې څخه یې ۱۰ ممتازو هغو د ډیپلوم دفاع په موخه خپلې ترتیب کړې پروژې د پرېزنټېشن له لارې د ژوري پلاوي تر مخ ګډونوالو ته وړاندې کړې.

په دې ناسته کې د خوست  والي تورن جنرال مهمند کټوازي، د شېخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

غونډې ته پوهنمل حسین ګل اریوبي محصلانو په لاس ترتیب شوې پروژې د دوی خلاقیت او لاسته راوړنې وبللې، چې په دې سره د پوهنتون اعتبار نور هم لوړېدلی شي.  اریوبي د قرآني احکامو په رڼا کې هم د ودانۍ بېلګې وړاندې کړې او محصلانو ته يې د خپلو شتو اسانتیاوو څخه په ګټې د مرستې ډاډ ورکړ.

د انجنیري پوهنځي رئیس پوهندوی استاد ریدي ګل همدرد ناستو ګډونوالو ته د ودانۍ او مهندسۍ پر اهمیت او محصلانو ته د پروژو ورکړې پر څرنګوالي رڼا واچوله. استاد وویل، چې محصلانو ته د ډیپلوم دفاع په موخه هغه پروژې ورکوي چې ډیزاین یې پوهنتون ته اړین وي، چې په دې سره د معنوي ګټې ترڅنګ پوهنتون ته مالي ګټه هم رسېږي. استاد ریدي ګل پر ولایت او د پوهنتون ریاست مقام غږ وکړ چې د دغو پروژو د تطبیق لپاره بودجې موندلو په لټه کې شي.

ورپسې د انجنیري پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک په خپله وینا کې وویل، چې نن سبا علم د تیوریکي حالت څخه عملي حالت ته ځي، څه چې په تیوري کې لوستل کېږي د پوهانو له نظره باید عملي بڼه خپله کړي. ښاغلي دوکتور ځواک وویل، چې د دوی فارغ محصلان په ملي، اسلامي او مسلکي روحیه سمبال دي او دوی ته د شخصي پروژو ترڅنګ د هېواد ملي پروژو پر اهمیت هر وخت ټینګار شوی دی.

ورپسې د فارغ محصلانو لخوا د انجنیري پوهنځي تدریسي ودانۍ او ورسره د لابراتوارخونې، د لوبو معیاري ډګرونو، د پوهنتون عمومي دروازه او د یوه کلینیک ودانۍ د ډیپلوم دفاع په موخه په ګروپي ډول ګډونوالو ته وړاندې کړې.

په پای کې د خوست والي مهمند ګټوازي په خپلو ویناوو کې وویل:"ډېر خوښ یم چې په داسې غونډه کې ناست یم چې خپل هېواد ته مې د خدمت په موخه پر انجنیري علم سمبال بچیان وړاندې کېږي، د محصلانو فراغت دې د پوهنتون رئیس او د انجنیري پوهنځي استادانو ته مبارک وي)). ښاغلي کټوازي محصلان په خپلو مسلکي علومو کې د لا زیات کوښښ په موخه وهڅول چې هېواد د بیارغونې په برخه کې ډېره اړتیا لري. ښاغلي کټوازي د استادانو او د مشرتابه غوښتنو ته لبیک ووایه او ژمنه یې وکړه چې څه يې په توان کي وي هغه به ونه سپموي او د ولایت اړوند رغنیزو پروژو کې به محصلانو ته د عملي زده کړو لار  هواروي.

د یادولو وړ ده چې د پوهنتون مشرتابه په غوښتنه د انجنیري پوهنځي لخوا د کادري روغتون دویمې ودانۍ نقشه او ډیزاین چمتو شوی چې د تطبیق په موخه د ریاست مقام لخوا اړوند ادارو ته استول شوې ده.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS