د طبي لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو او په کادري روغتونونو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه غونډه وشوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۲:۱۶
g

د طبي لوړو زده کړو کیفیت لوړولو او په کادري روغتونونو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په پار د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ ناسته وشوه، چې د افغانستان طبي شورا، عامې روغتیا او د طبي دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو استازو هم پکې ګډون درلود.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د طبي لوړو زده کړو بنسټونو ستونزو او محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې لوړو زده کړو وزارت تل په علمي او اکاډمیک صداقت او د وطندوستۍ په احساس سره د هېواد طبي لوړو زده کړو بنسټونو د کیفیت ښه کولو کې هڅه کړې ده. دغه راز له اړوندو او مسوولو ادارو سره یو ځای یې په کادري روغتونونو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو او په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې یې په ډېره مینه د کیفیت لپاره کار کړی او دغه پروسه دوام لري.

په دغه ناسته کې د کابل طبي پوهنتون یوه استاد د (د افغانستان لوړو زده کړو په برخه کې لاسته راوړنې، ستونزې او حل لارې) تر سرلیک لاندې پرېزنټېشن وړاندې کړ او وروسته د طبي لوړو زده کړو نظام او کادري روغتونونو د برخې ستونزې په ګوته او د حل لارو وړاندیز ورته وشو.

د طبي لوړو زده کړو او کادري روغتونونو په برخه کې یو شمېر څانګپوهان (متخصصان)، د چڼو وهلو او په دې برخه کې د اکاډمیکو حل لارو موندلو لپاره وګومارل شول چې دغه موضوع له علمي پلوه وڅېړي او د وروستۍ ناستې لپاره یو نظر وړاندې کړي، تر څو د تخصصي لیدلورو راټولولو او تر وروستني بحث وروسته د طبي بنسټونو د کیفیت د ښه والي لپاره د وړاندیزونو یوه ټولګه د ا.ا.ج کابینې ته وړاندې شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS