د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا! 

ameen_admin
jkshdkjsahdkjas


عنوان: د هلمند ولایت ديني جامعاتو تخصصاتو د اداري او تدريسي ګټې اخېستنې په موخه د ګودام ودانۍ ترميم، د ليليې اتاقونو او لنډسکيپ ساحې جوړولو پروژه.
 
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د هلمند ولایت ديني جامعاتو تخصصاتو د اداري او تدريسي ګټې اخېستنې په موخه د ګودام ودانۍ ترميم، د ليليې اتاقونو او لنډسکيپ ساحې جوړولو د (MOHE/1402/NCB/ W - 05) شمېرې درلودونکي داوطلبۍ پروژه د صافي ساختماني او د ساختماني توکو د توليد شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (D-4678) دی، د افغانستان، کابل کارته نو کې موقعيت لري، په (22500000) دوه ويشت ميليونه پنځه سوه زره افغانيو په مجموعي قيمت ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements