د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا!

ameen_admin
kjfkjsdjkfd


عنوان: د علي آباد تدریسي روغتون د عمومي جراحي څانګې د (مرکز ګرمۍ او اوبو رسونې سېستم) د اساسي ترمیم پروژه.
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د علي آباد تدریسي روغتون د عمومي جراحي څانګې د (مرکز ګرمۍ او اوبو رسونې سېستم) د اساسي ترمیم پروژې قرارداد د (MOHE/1402/NCB/ W - 07) داوطلبۍ شېرې لرونکي  کابل پامیر ساختماني شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (D-57021) دی، د افغانستان، کابل مرکز 3 ناحیه، دهبوري کې موقعيت لري، په (17505170) اوه لس میلیونه، پنځه سوه پنځه زره یو سلو اویا افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements