د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 

ameen_admin
fdfdgdfdf


موضوع: د علمي پروګرامونو د پراختیا ریاست یو باب تشناب جوړولو تهیه او تدارک پروژه.
په دې توګه د تدارکاتو قانون د(۴۳)  مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د علمي پروګرامونو د پراختیا ریاست یو باب تشناب جوړولو تهیه او تدارک پروژه قرارداد، چې د MOHE/1403/NCB/W-01 داوطلبۍ شمېرې درلودونکی دی، د ثنايي بلخي ساختماني شرکت ته، چې د D-31975  شمېره جواز درلودونکی دی او د بغلان ولایت، پلخمري، اچکز ي مارکيټ د بغلان نوي ښار کې موقعيت لري، په ۷۳۰۰۰۰ (درې اویا زره) افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements