د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له بېلابېلو برخو او بشپړو شویو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه او همداراز د یاد پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې یې ګډون وکړ.
محترم شیخ صاحب د یاد پوهنتون د علمي شورا غړو ته په خپلو خبرو کې وویل: «الحمدلله، دا د شکر ځای دی چې په هېواد کې یو اسلامي نظام حاکم دی او د هېواد ټول وګړي، پرته له تعصب، سمتپالنې، مذهبي، قومي او ژبني توپیرونو څخه، په امن او د ورورولۍ فضا کې ژوند کوي.»
هغه زیاته کړه چې هڅه باید وشي، څو هر مسوول او وګړی چې د حکومت په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کوي، خپلې دندې په ریښتینولي، ایماندارۍ او امانتدارۍ سره تر سره کړي.
نوموړي د استادانو او مسوولینو هڅې او خدمتونه وستایل او هغوی ته یې په تدریسي چارو کې په لا زیار او کوښښ، اطاعت او په نبوي سنتونو ځانونه برابرولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
سرپرست وزیر د پوهنتون د مسؤلینو او استادانو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او هغوی ته یې د همکارۍ او د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
