د لوړو زدهکړو وزارت د مالي او اداري معینیت د چارو د همغږۍ غونډه د مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ ترسره شوه.
غونډه چې د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه، پیل کې یې د لوړو زدهکړو وزارت مالي او اداري معین د لوړو زدهکړو وزارت د برنامو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې د الله تعالی په فضل د دې وزارت کړنې د پلان پر اساس روانې دي.
هغه همدارنګه د دې معینیت تر چتر لاندي له ټولو رئیسانو څخه وغوښتل چې هر یو ریاست دي د خپلو وظیفوي واکونو پر اساس خپلې کړنې پرمخ بیایي او د کارونو د تداخل څخه دي مخنیوی وکړي.
وروسته د غونډي غړو د آجنډا له مخې د مرکز او ولایتونو د لیلیو پر کیفیت، د بامیان پوهنتون د شپې برنامو د پیل، د وزارت د نقلیه توکو او پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي او لازمې پریکړي یې ونيولې.
