د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو د بېلابېلو څانګو د ارزونې میتودونو څرنګوالي او پوهاوي ورکولو ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۳:۳۹
g

د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو بېلابېلو څانګو د ارزونې د میتودونو او څرنګوالي په موخه د ځینو دغو بنسټونو علمي مرستیالانو لپاره په کابل پوهنتون کې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

په یاد ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د هېواد خصوصي تحصیلي بنسټونه د تحصیلي نظام مهمه برخه وبلل او ویې ویل، چې اوسمهال شاوخوا دوه سوه زره زدکړیالان (نجونې او هلکان) د هېواد د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو کې په زده کړو بوخت دي.

هغه زیاته کړه چې په تحصیلي بنسټونو کې د پخوا په پرتله د کیفیت او کمیت له پلوه د پام وړ بدلونونه لیدل کېږي او په دغه بهیر کې داسې خصوصي تحصیلي بنسټونه هم رامنځته شوي چې په نړیواله درجه بندۍ کې ښه ځای خپل کړی دی. خو د کیفي پرمختګ سره سره په دې برخه کې یو لړ ستونزې شته چې باید هوارې شي.

لوړو زده کړو وزیر د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې له ریاست څخه مننه وکړه چې دغه ورکشاپ یې جوړ کړ او دغه ګام یې د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو د قوت او کمزورۍ ټکو، چانسونو او ستونزو په رابرسېره کولو او حل لارو کې ارزښتمن وباله.

دوکتور عباس بصیر د ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د لوړو زده کړو وزارت اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست له لوري د ارزونې ترتیب شوي چک لېسټ په هر بند بحث او خبرې وکړي ترڅو له هغې سره سم د ارزونې پروسه په سمه توګه تر سره شي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت اکاډمیکو چارو د څار او ارزونې رییس پوهندوی دوکتور محمد ولي حنیف وویل:"د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو د ارزونې موخه د اوسني حالت ارزونه، د بنسټونو توپیر او درجه بندي، د قوت او کمزورتیا ټکو او همدارنګه ستونزو په ګوته کول او د دغې ارزونې پر بنسټ د دغو بنسټونو لپاره د مشخصې پالیسۍ جوړول دي."

هغه زیاته کړه، پخوا د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ۴۵ طبي او ۴۰ د انجنیري څانګې ارزول شوي او په پام کې ده چې د هېواد د کابینې د پرېکړې پر بنسټ تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې پاتې څانګې هم وارزول شي.

وروسته د دغه وزارت د خصوصي بنسټونو د زدکړیالانو د چارو رییس پوهندوی دوکتور خیبر سیفي د کیفیت، علمي څېړنو، د محصل محورۍ سیسټم پر پلي کولو او د کار وړ بشري ځواک روزلو په اړه وینا وکړه چې د ټولنې اړتیاوو ته ځواب وویلای شي.

په پام کې ده چې د هېواد تحصیلي بنسټونو ۳۵۹ بېلابېلو پوهنځیو د ارزونې پروسه، د مرکز او ولایتونو په دوو پروژو کې چې ۱۸۶ د مرکز او ۱۷۳ د ولایتونو پوهنځي دي، د وږي میاشتې تر پایه او که چېرې په دغه موده کې بشپړ نه شي نو د تلې میاشتې تر ۱۵مې به پای ته ورسېږي.

په یاد یوه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د پروګرامونو د ارزونې کاري پروسيجر، شکایتونو ته رسېدنې څرنګوالي، د ارزونې پروسې ته د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو چمتووالي، د چک لېسټ پلي کولو او په یو شمېر نورو اړوندو برخو بحث وکړ او نطرونه یې سره شریک کړل.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS