د لوړو زده کړو د داخلي تفتيش رييس، د علي اباد د کادري روغتون د وضعيت ارزونه وکړه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۲:۲۰
g

د لوړو زده کړو د داخلي تفتيش رييس تېره شپه په ناڅاپي ډول له علي اباد کادري روغتون ليدنه وکړه او په دې روغتون کې يې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونه وکړه.

د لوړو زده کړو د تفتيش رييس غلام داوود شايق په داسې حال کې چې د راپورونو د شننې امر، د اداري او مالي چارو د قوانينو د رعايت د تفتيش امر او د کړنو د تفتيش امر حضور درلود، د روغتيايي خدمتونو له وړاندې کولو د ډاډ، د نوکريوال ډاکټرانو د حضور، د ناروغانو د کوټو د تسخين او نظافت او د روغتون له ځينو نورو برخو يې ليدنه وکړه او له ناروغانو سره يې د روغتون د مسولينو د چلند او د اعاشوي او روغتیايي موادو د وېش په اړه يې خبرې وکړې.

يادې ډلې د خوړو د کيفيت او پخولو، له مينو سره سمه مېوه او د روغتيايي موادو د وېش لکه ماسک او دست کش په اړه د ياد روغتون د ډاکټرانو او نوکريوالو شکايتونه وليکل. د يادې ډلې په وينا بستري ناروغان د ډاکټرانو له چلند او ښې پاملرنې خوښ وو، خو د روغتون ډاکټران او نرسان د بې کيفيته خوړو له پخولو، بې کيفيته مېوې او د روغتيايي وسايلو لکه ماسک او دست کشو د وېش په اړه شک درلود او څرګنده يې کړه چې له پنځو مياشتو راهيسې غوښه او له لسو ورځو راهيسې شيدې له مينو سره سمې نه ورکول کېږي.

د دې ارزونې په بهير کې د روغتون د داخله سرويس د مرکز ګرمي نه چالان والی، بل هغه څه وو چې د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتيش رييس يې د ژر  تر ژر ه فعاليدو غوښتونکی شو.

غلام داوود شايق د علي اباد روغتون له موظفينو او ډاکټرانو څخه چې په دې روغتون کې زيار باسي او خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، ويې منله چې په ټوليزه توګه د روغتون د ډاکټرانو او پرسونل د پاملرنې له کبله د روغتون وضعيت نظر پخوا ته ښه شوی دی خو اوس هم کمښتونه شته دي چې په ګډو هلو ځلو سره له دې ستونزو څخه وتلای شو.

د نوموړي په وينا ټاکل شوې ده چې د دې ارزونې بشپړ راپور د لوړو زده کړو له مقام سره شريک کړل شي څو د کمښتونو د رفع کولو او قانوني کړنو له پاره لازم اقدامات ونيسي.

د علي اباد تدريسي روغتون د هېواد په کچه يو له پخوانيو کادري او معالجوي روغتونونو څخه دی چې د ۱۳۱۰لمريز کال په جوزا مياشت کې يې د بنسټ ډبره د علي اباد غره په لمن کې اېښودل شوې ده او اوس مهال ۲۵۰ بستر، ۱۲ بېلابېلو څانګو، په بېلابېلو برخو کې د تدريس مسوليت، څېړنه او د هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول په غاړه لري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS