د لوړو زده کړو سرپرست نامزد وزیر د کابل د ابوعلي سینا طبي پوهنتون د استادانو د اتحادیې رئیس سره وکتل

Azizorayakhel.admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۱:۵۶
ش

د لوړو زده کړو سرپرست نامزد وزیر د کابل د ابوعلي سینا طبي پوهنتون د استادانو د اتحادیې رئیس او یو شمېرغړو ستونزې واورېدې.

په دې لیدنه کې د کابل د ابوعلي سینا طبی پوهنتون د اتحاديې رئیس پوهاند نجیب الله امرخیل د مجهز لابراتوار،د طبي او روغتیايي وسایلو د کمبود، د ادیتوریم، جمنازیوم، شنې ساحې د نلرلو یادونه وکړه.

پوهاند نجیب الله امرخیل همداراز له نامزد سرپرست وزیر وغوښتل چې د طبي پوهنتون استادان دې د طبي تجربو د زده کړې په خاطر د نړۍ هېوادونو ته ولیږل شي. وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر وویل: "د افغانستان د پوهنتونونود ښه والي لپاره په ځانګړې توګه د طبي څانګو لپاره جدي هلې ځلې کوي." هغه زیاته کړه افغانستان یو تولیدي او کار پیدا کوونکي تحصیلي نظام ته اړتیا لري او د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې په پوهنتونونو کې پر ساینسي معلوماتو ولاړه پالیسي طرح او عملي کړي. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د جدي همکاریو اوپه مسلکي او اداري برخو کې د استادانو د اړتیاوو د پوره کولو د ژمنې په کولو سره له هغوی وغوښتل، چې په دوامداره هلوځلو سره په پوهنتونونو کې د علم او معرفت سرچینې پراخې کړي او د تدریس ترڅنګ د ژوند یوه برخه له محصلانو سره په ګډه د اکاډمیکو څیړنو د بنسټيز کیدو لپاره ځانګړې کړي.

ډاکټر عباس بصیر وویل: د لوړو زده کړو وزارت هڅی کوي څو د دې وزارت کادرونو ته د سیمې او نړۍ په هیوادونو کې د لنډمهاله او اوږده مهاله زده کړو زمینه برابره کړي او د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره د هیواد د پوهنتونونو لپاره برنامه ریزي ( پروګرام جوړونه) وکړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS