د لوړو زده کړو سرپرست وزير د اهل بيت د لوړو زده کړو موسسې له مشرتابه سره وليدل

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۱:۳
a

که یو پوهنتون او د لوړو زده کړو موسسه له ځانه تازه علمي څیړنې پرځای پرېنږدي، د سواد زده کړو د ځای څخه به بل څه نه وي.

دغه مطلب د لوړو زده کړو وزارت نوماند سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر د" اهل بیت د لوړو زده کړو خصوصي عالي موسسې "د یو پلاوي سره د خبرو په ترڅ کې څرګند کړ.

ډاکټر عباس بصیر د لوړو زده کړو د متولیانو مسئولیت مهم وباله او ویې ویل چې د لوړو زده کړو نظام دې یواځې په سواد زده کړه پورې محدود نه وي؛ بلکې د تحقیقاتو په ترسره کولو دې په یو داسې دریځ کې خپل ځای ونیسي، چې د ژوند په بیلابیلو، ټولنیزو، اقتصادي، کرنیزو او چاپېریالي برخو کې د څیړنو پر واسطه د خلکو پر ژوند کې مثبت بدلون راولي.

ډاکټر عباس بصیر د خصوصي لوړو زده کړو موسسو پرمختګ د ځوانانو او ټولنې پرمختګ وباله او ویې ویل: لوړو زده کړو وزارت چمتو دی، څو د دولتي پوهنتونونو د کیفیت د ښه والي ترڅنګ د خصوصي تحصیلي بنسټونوڅخه چې د لوړو زده کړو د بدنې مهمه برخه جوړوي؛ هم خپل جدي ملاتړ وکړي.

وروسته د "اهل بیت د خصوصي عالي موسسې "رئیس ډاکټر سید حبیب الله طاهري؛ د یادې تحصیلي موسسې د پروګرامونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او د تدریس کیفیت ته په پام يې د دې موسسې د علمي تحقیقاتو رامنځته کول دیادې موسسې کاري لومړیتوب وباله؛ ويې ویل اهل بیت د خصوصي لوړو زده کړوموسسه د حقوقو اوسیاسي علومو، شرعیاتو، قابلګۍ پوهنځي لري؛ چې تر اوسه يې ۱۲ عنوانه تحقیقي کتابونه د چاپ په ګاڼه پسوللي او همداراز د کیفیت د ښه والي په پار د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ سره سم هڅې کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS