د لوړو زده کړو سرپرست وزير د هرات پوهنتون څلور تنو فارغانو ته د ماسټرۍ بورسونه ورکړل

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۱:۱
a

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نوماند وزیر د هرات پوهنتون څلورو تنو محصلینو ته چې د هالت پرایز(Hult prize) د نړیوالو سیالیو په پروګرام کې يې شپږم مقام خپل کړی و د ماسترۍ بورسونه ورکړل.

د لوړو زده کړو سرپرست نوماند وزیر ډاکټر عباس بصیر په نړیوالو سیالیو کې د شپږم مقام ګټونکو محصلانو ته د بریا د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: د لوړو زده کړو وزارت نوې رهبري دهیواد د ځوانانو استعدادونو څخه ملاتړ کوي، هڅوي يې او د هغوی د لوړو زده کړو لارې ورته برابروي. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له هغوی وغوښتل چې لوړې موخې ولري او موخو ته د رسیدو په پار له هیڅ راز هلوځلو څخه ځان ونه ساتي.

ډاکټر عباس بصیر د هرات پوهنتون محصلانو ته د ماسترۍ د پروګرام د بورسونو ورکولو پرمهال وویل: له هیواده بهر د زده کړو پر مهال د د افغانستان نوم لوړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د هالت پرایز(Hult prize) رقابتي پروګرام د امریکا تر ملاتړلاندې د هرات په پوهنتون کې دایره شوی وو، چې د ۲۰۵ ګډونکونکو ټیمونو له منځ څخه ۶۵ ټیمونه د لویو اقتصادي او چاپیریالي طرحو پر وړاندې کولو سره د سیالیو لپاره ټاکل شوي وو، په پای کې د هرات پوهنتون د محصلانو ټیم د نړۍ د ۵۳ ډلو له منځ څخه د تایلینډ په بانکوک کې شپږم مقام خپل کړی دی.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS