د لوړو زده کړو سرپرست وزير کندهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د کندهار او اناسټو پوهنتونونو له مسؤلینو سره وکتل.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۴:۳۸
kjdskfksdkfj


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یادو پوهنتونونو له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته د ژمنتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل: «د ا.ا.ا علم ته ژمن دی او یاده ژمنتیا یې نمایشي نه ده؛ نو تاسو هم باید د تل په څېر کیفیت ته پوره توجه وکړئ، ترڅو په ګډه تحصیلي نظام لا با کیفیته کړو.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزير همدارنګه وویل، چې د وزارت په کچه مسؤلین تل له تاسو سره همکار دي او ژمنه یې وکړه، چې ټولو ستونزو ته به د حل لارې پیدا کوي.
دغه راز سرپرست وزیر د اناسټو زراعتي فارم څخه د لیدنې پرمهال وویل چې افغانستان زراعتي اقتصاد لري او په دې برخه کې کار ته اړتیا ده، هغه د یاد پوهنتون مسولینو ته په خطاب کې وویل: «د زراعت په برخه کې له محصلانو سره عملي کار ته ډېر پام وکړئ.»
په ورته وخت کې د کندهار او اناسټو پوهنتونونو مسؤلینو د خپلو خبرو پرمهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ورتګ خوښي وښوده او په یو شمېر برخو کې یې خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شريکې کړې، چې د سرپرست وزیر له لوري ورته د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS