د لوړو زده کړو سرپرست وزیر  کندهار ته د خپل سفر پر مهال په کندهار پوهنتون کې دوې پروژې له تکمیل وروسته افتتاح کړې.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۴:۲۴
jkfhdskjfdsjk


د کندهار پوهنتون دویمې دروازې او ټرانسپورټ نقلیه وسایطو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب لخوا په پټۍ پرېکولو سره وسپارل شوې. په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي نداء محمد ندیم یادې پروژې د کندهار پوهنتون لپاره حیاتي وبللې او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به په بېلابېلو تحصیلي بنسټونو کې ور ته نورې رغنيزې او پراختیایي پروژې پېل  کړي.
د کندهار پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالستار حقاني د پروژو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل چې د پوهنتون دویمه لویه دروازه د دوه میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په ارزښت جوړه او د ټرانسپورټ د نقلیه وسایطو د بیا ترمیم پروژه چې څوارلس موټران وو د اووه سوه زره افغانیو په ارزښت ترمیم شول.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS