د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د دغه وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست فعالیتونه وستایل.
د لوړو زده کړو وزارت په مقام دفتر کې په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې چې د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس، امرینو او د نشراتي او طباعتي برخې کارکوونکو ګډون درلود، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد ریاست د کارکوونکو معیاري او صادقانه فعالیتونه وستایل او د رسنیو پر ارزښت او اغېزو یې خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل، چې رسنۍ د ادارو د مسؤلانو او خلکو تر منځ د ارتباطي پل حیثیت لري، چې له دې لارې خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې له خلکو سره شریکوي. دغه راز نشرات د عامه ذهنیت روښانولو او د هېواد د لوړو زده کړو په پرمختګ کې مهم رول لري.
وروسته د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس مدیر جان کوټوال د نشراتو ریاست د فعالیتونو د ستاینې له امله د وزارت له مقام څخه مننه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور یې وړاندې کړ، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري وستایل شو.
همدارنګه د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس ژمنه وکړه، چې دغه ریاست به د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني اسنادو، نشراتي پالیسیو او د وزارت مقام له سپارښتنو سره سم د لوړو زده کړو وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې خپروي، شپه او ورځ به د هېواد د تحصیلي نظام په خدمت کې وي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
په پای کې د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست کارکوونکي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري وستایل شول.
