د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د ترکیې هېواد په قونیه ښار کې د دیني چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
۱۴۴۳/۱۱/۱۹
۱۴۰۱/۳/۲۹
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د ترکیې هېواد په قونیه ښار کې د دیني چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي د قونیه ښار د دیني چارو ریاست له اداري مدیر احمد شاهین سره د لیدنې سربېره د دغه مرکز له لیلیې او درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه.
د قونیه ښار د دیني چارو ریاست اداري مدیر احمد شاهین د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د دغه دیني مرکز د درسي نصاب، استادانو او زده کوونکو په اړه معلومات وړاندې کړل.
