د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ.

nasir_admin
جمعه ۱۴۰۱/۹/۴ - ۱۶:۱۷
Wubbsuxueii

 

د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۹۳ محصلینو په فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال کې چې د دغې مؤسسې مسؤلینو هم حضور درلود وویل چې د ا.ا.ا مشرتابه د علم له لارې د هېواد پرمختګ ته ژمن دی او د افغانستان ټولو اتباعو لپاره یې د وړیا لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر فارغو شویو محصلینو ته وویل چې له فراغت وروسته هم زده کړو او څېړنو ته دوام ورکړي او ترې ویې غوښتل چې له هر ډول قومي، ژبني او سمتي تعصب څخه ځان وساتي او د خپل علم او مسلک له لارې هېواد ودان کړي. دغه راز نوموړي د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو ته د معیاري لوړو زده کړو زمینې برابرولو او د دغه تحصیلي بنسټ د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې له تدریسي او اداري ودانۍ څخه د لیدنې پر مهال د ودانۍ د نیمه کاره برخو د جوړولو او د یاد تحصیلي بنسټ د تجهیز ژمنه وکړه.

 

وروسته د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو او محصلینو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ورتګ او د محصلینو په فراغتغونډه کې له ګډون څخه مننه وکړه او د یادې مؤسسې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه یې وروسره شریک کړل.

 

د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فراغتغونډې په پای کې محصلینو ته د تشویق په پار ډالۍ ورکړې

نېته: جمعه

۱۴۴۴/۴/۱ ه.ق ۱۴۰۱/۹/۴ ه.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۵

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS