د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
Eesdfghbhjioop

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد پوهنتون په علمي شورا کې د مسؤلینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د دغه پوهنتون د مسجد شریف پراخوالي، د حیواني کلینیک فعالېدو، د پوهنتون په داخل کې د قطره یي اوبو رسونې سیسټم فعالولو او د تالار د ترمیم پروژه منظورې کړې. 

 

دغه راز نوموړي د علمي شورا له غړو سره په اناسټو پوهنتون کې د نورو تحصیلي نهادونو د استادانو ظرفیت لوړونې او ماسټري برنامو کې یې د شاملېدو لپاره پر زمینه برابرولو خبرې وکړې. 

 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په جلا جلا ناستو کې د اسلامي ثقافت له استادانو او د محصلینو له استازو سره وکتل، د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او استادانو ته یې سپارښتنه وکړه چې په سالمه اسلامي عقیده د محصلینو په روزنه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي. 

 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶ هـ ق، د جمادی الاول ۱۸مه 

۱۴۰۳ هـ ش د عقرب ۳۰ مه

 ۲۰۲۴م د نوامبر ۲۰مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS