د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت له رئیسانو سره د تېرو کارونو د څارنې او خلکو ته غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه ناسته وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت له رئیسانو سره د تېرو کارونو د څارنې او خلکو ته غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه ناسته وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم حضور درلود، د وزارت په کارونو کې د قوانینو پر مراعاتولو، له نورو ادارو سره پر همغږۍ، د وزارت اړوند ځمکو پر ساتلو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د مالیاتو په برخه کې د شته ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې موږ باید د لوړو زده کړو په برخه کې د نړیوالو مرستې راجلب او هغوی ته د همکارۍ لپاره زمینه برابره کړو. دغه راز د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست مسؤلانو ته یې د اسنادو د ارزونې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او د جعلي اسنادو پر مخنیوي او په دغه برخه کې یې پر روڼتیا ټينګار وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په سمه توګه د کارونو مخ ته بېولو په پار یو شمېر کمېټې رامنځته او ځانګړي مسؤلیتونه یې ورته وسپارل.
