د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عمریه او قاسمیه مدرسو د لویې دورې او حافظانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۶:۴۲
Fhytjjbv46788

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یادو مراسمو کې د طلباء کرامو او حافظانو په فراغت خوښي وښوده او د دوی پر مکلفیتونو او مسوولیتونو یې خبرې وکړې او و يې ویل: « په اوس عصر کې د علماوو تر ټولو مهمه دنده د دین اظهار دی؛ ترڅو دین تر ټولو ورسوي او دا دنده له پیغمبرانو ورته په میراث پاتې ده.»

همداراز د دیني علومو پر ارزښت وغږېد او زیاته یې کړه چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره پوهه او علم اړین دی؛ ترڅو د هغه په رڼا کې خپلې کړنې ترسره کړي.

دغه راز یې د احیاء اسلام پر موضوع رڼا واچوله او وروسته له فتحې يې د علماوو له سترو مکلفیتونو یو یاد کړ و يې ویل چې په ټولنې کې د اسلامي شعایرو راژوندي کول، د جهادي روحیې ساتل، د دین حاکمیت او نور اسلامي احکامو تطبیق د اسلام احیا ده.

وروسته د قاسمیه مدرسې د فراغت په غونډې کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور یاد شوي فارغین د لا زیاتو علومو او پوهې زده کړې ته وهڅول او د مدرسې له مسوولینو یې وغوښتل چې د مدرسې د طلباء کرامو ظرفیت لوړونې او زده کړې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

په پای کې فارغو شویو طلباء کرامو او حافظانو ته د دستارفضیلت پګړۍ ور په سر شوې.

د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مدارسو د فاضلانو سره څه تعداد نغدي مرسته هم وکړه.

نېټه: چهارشنبه 

۱۳/۶/۱۴۴۵هـ.ق ۶/۱۰/۱۴۰۲هـ.ش ۲۷/۱۲/۲۰۲۳م

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS