د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پوهنې وزارت مرکزي او ولایتي رئسانو د تعارف او همغږۍ ورکشاپ کې ګډون او وینا وکړه. 

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۶:۲۷
wiojioweroirew


په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پوهنې وزارت اړوندو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد بچیان په سالمه اسلامي مفکوره وروزي.
همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاد ورکشاپ کې د امیر پر مکلفیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «امیر مکلف  دی چې وړ کسان پر دندو وګوماري، د دندې لایحه ورته مشخصه کړي، څارنه یې وکړي او د کار د ښه والي لپاره لارښوونې او سپارښتنه ورته وکړي.»
دښاغلي په وینا؛ د اسلامي امارت د کامیابۍ راز د امیر په اطاعت کې دی او هر مسؤل په خپله اداره کې پر ماتحت  کسانو امیر او مسؤل دی. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې په تېره اداره کې مسلکي کسان وو، خو د فساد او نه اخلاص له امله یې کارونه خراب او نظام یې ګډوډ کړی و. هغه د پوهنې وزارت اړوندو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه چې په کارونو کې اخلاص او له خلکو سره ښه چلند وکړي. 
همدارنګه د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا او د دغه وزارت نورو مسؤلینو د یاد ورکشاپ په اړه معلومات ورکړل او هغه یې د چارو د ښه والي لپاره ګټور وباله. 
د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ به درې ورځې دوام وکړي او د پوهنې وزارت اړوندو رئیسانو ته به د خپلو کاري مسؤلیتونو، صلاحیتونو او چارو ښه والي اړوند ورکشاپونه ورکړل شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS