د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د ترکیې د علماؤ او مدارسو پلاوي لیدنه ترسره کړه.

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۸ - ۹:۴۴
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د ترکیې د علماؤ او مدارسو پلاوي لیدنه ترسره کړه.

شنبه، ۲۸ کب ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د ترکیې د علماؤ او مدارسو پلاوي لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، په کې د لوړو زده کړو مالي او اداري معین محمد حامد حسیب ، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز او د ترکیې د علماؤ او مدارسو رئیس سعید یاسین او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په دیني او عصري برخه کې ترکیه یو پرمختللی هېواد یاد کړ او په دیني او عصري برخو کې یې له افغانستان سره د دوی همکاري مؤثره او اړینه وبلله.
سرپرست وزیر زیاته کړه، که ترکیه افغانستان ته په تحصیلي او نورو برخو کې لاس ورکړي؛ افغانستان به په ځان بسیا او یو قوي اسلامي  هېواد به شي، چې دا د اُمت مسلمه لپاره د خیر ذریعه ګرځيدلی شي.
ښاغلي حقاني همداراز د افغان نړیوال پوهنتون پر ایجاد رڼا واچوله او ترې یې د هر اړخېزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

dd

اخوا بیا د ترکیې د علماؤ او مدارسو رئیس سعید یاسین د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د ا.ا.ا د راتګ او بریا مبارکي وویله او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
دغه راز نوموړي وویل، چې لومړی هڅه کوي هغه امکانات چې دوی یې په لاس کې لري افغانانو ته ورکړي او هغه غوښتنې چې د دوی په وسه نه دي پوره د ترکیې له خیریه بنسټونو سره به یې شریکې کړې، ترڅو هغوی په دغو برخو کې همکاري وکړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS