د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په حضور کې د مرکزي پوهنتونونو کار کوونکو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي مجلس ترسره شو.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۹:۱۷
yhtytry

 

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د یاد مجلس په  اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. 

وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د اسلام مبین دین نه یوازې د مسلمانانو، بلکې د ټول بشریت لپاره ستر الهي نعمت یاد کړ او د لمانځه، اطاعت، بیت المال ساتنې او خپلو دندو پر وړاندې د مسؤلیت احساس په  اړه یې لازمې لارښوونې وکړې. 

نوموړي وویل چې په اسلامي نظام کې کار او خدمت کول عبادت دی او ټنګار یې وکړ، چې له مراجعینو سره له اسانۍ کار واخلئ او کارونه یې په خپل وخت ترسره کړئ. 

د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو او کابل پوهنتون کار کوونکو لپاره تېره ورځ یاد مجلس ترسره شوی و.

 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS