د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غزني ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې په غزني پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۵۳
549845000

په دغه غونډه کې د غزني والي، د علماوو شورا مرستیال، د یاد ولایت جهادي مدرسې مهتمم، امنیه قومندان، د غزني ولایت امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو مسوولینو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و. 

په غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، غزنی یو تاریخي ولایت وباله او د علم د ارزښت په تړاو یې وویل، چې انسان په خپل ژوند کې دوه هدفه تعقیبوي، یو اصلي هدف، چې د الله تعالی عبادت دی او بل هدف، د دونوي اړتیاوې پر بنسټ ټاکل کیږي او رسېدل ورته د علم له لارې ترسره کیږي. 

نوموړي د ا.ا.ا پالیسۍ ته به اشارې سره د محصلانو د زده کړو څرنګوالي په اړه وویل: «موږ نه غواړو چې له تاسو نظامي عسکر او یا د مدرسې طالبان جوړ کړو، بلکې غواړو چې له تاسو داسې انجنیر یا ډاکټر جوړ شي، چې د خپل مسلک ترڅنګ په دین او قرآن هم پوه وي، څو په پوره ایماندارۍ له خپل مسلک څخه دفاع او له دې لارې د دین او خلکو خدمت وکړي.» 

لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز وويل، له لاسه وتلي اسلامي ارزښتونه را ژوندي کول، د دین پیروي او د خلکو تر منځ اتحاد او اتفاق رامنځته کول د اسلامي نظام غوښتنه ده او له محصلينو يې وغوښتل، چې نصيحتونو ته جدي پاملرنه او د خپلو درسونو په څېر یې تعقیب کړي.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د جمای الاول ۱۶مه
۱۴۰۳ هـ.ش د عقرب ۲۸مه
۲۰۲۴ م د نومبر ۱۸مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS