د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له شیخ زاید پوهنتون څخه د لیدنې تر څنګ، په دغه پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه.

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۳:۴۸
Fvjkkjfdtgvjkkmbgcfghj

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د خپل رسمي سفر پر مهال، په شیخ زاید پوهنتون کې یوې غونډې ته، چې د دغه ولایت والي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولـوي محمد نبي عمري، د علماوو شورا غړو، د جهادي مدرسې شیوخ کرامو، د شیخ زاید پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو هم ګډون کړی و، خبرې وکړې.  

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده غونډه کې وویل چې زموږ اداره خدمت ته ژمنه ده او په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې که په هېواد کې متعهد او متخصص ډاکټران، انجنیران، ساینسپوهان او د نورو علومو مسلکي کسان زیات شي، نو هېواد مو پرمختګ کوي او د هرې برخې په رغونه کې مهم رول لوبوي. 

همدا راز ښاغلي نديم وويل: «د دوښمن فزیکي حضور نشته؛ خو فکري اشغال یې لا هم دوام لري، کوښښ وکړئ خپل فکرونه مو د اسلامي شــریعت په رڼا کې جوړ کړئ، زیاتره خلک د اسلام په نامه زموږ اتفاق له منځه وړي او مسلمانان تخریبوي، کوښښ وکړئ له داسې کسانو څخه ځان او ټولنه لرې وساتئ، استادان باید د محصلانو په فکر جوړولو کې مهم رول ولوبوي.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د شیخ زاید پوهنتون له استادانو او محصلینو وغوښتل چې د دوښمن فکري جګړې ته متوجه واوسي او د خپل تحصیل په وسیله د هېواد اړتیاوې پوره کړي. هغه محصلینو ته په خطاب کې وویل: «خپلې رشتې ته کار وکړئ، زه له تاسو څخه د نظام ملاتړ نه غواړم؛ بلکې د شریعت په چوکاټ کې د وطن خدمت درنه غواړم.»

همدارنګه د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني وویل چې ځان کمال ته رسول په دې مانا دي، چې موږ د عصري علومو تر څنګ د اړتیا سره سم دیني علوم هم حاصل کړو. 

وروسته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد د دغه پوهنتون په اړه معلومات ورکړل او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته یې ښه راغلاست وویل. 

نېټه: شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۱۶ مه

۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۲۸مه

۲۰۲۴م، د اکتوبر۱۹ مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS