د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې، د کندهار پوهنتون طبي پوهنځي او تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه

Akmal_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۲/۱۳ - ۵:۷
R

۱۴۰۰کال، د کب ۱۲مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې، د کندهار پوهنتون طبي پوهنځي او تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه. 
په دغه لیدنه کې د کندهار پوهنتون رئیس ډ‌اکټر پوهنمل ذکریا امیرزاده، د تدریسي روغتون استادانو، ډاکټرانو او کارکوونکو حضور درلود. 
د تدریسي روغتون مسؤلینو د درملو او استادانو د کمښت په برخه کې خپلې ستونزې د لوړو زده کړو  له سرپرست وزیر سره شرېکې کړې او د لوړو زده کړو سرپرست له لوري د یادو ستونزو د حل په برخه  کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
دغه راز ښاغلي مولوي حقاني وویل، چې د نورو هېوادونو مثبتې تجربې به خپل نصاب کې ځای پر ځای کوو او خپل نصاب ته به پیاوړتیا ورکوو.
همدارنګه سرپرست وزیر دا هم وویل: "داچې د کرېکولم تجدید او اصلاح کېدو اړتیا لیدل کېږي؛ موږ هڅه کوو چې دا چاره ژر ترسره کړو."

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS