د لوړو زده کړو سرپرست وزیر میدان وردګ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۸:۳۳
ERBL;DS

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، چې د هېواد تحصیلي وضیعت عمومي ارزونې په موخه یې بېلابیلو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي، پر دوام یې د میدان وردګ ولایت دولتي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه او د یادې مؤسسې په تړاو یې د مسؤلینو ستونزې او وړانديزونه واورېدل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې تحصیلي وضیعت عمومي ارزونې ترڅنګ مسؤلینو او منسوبینو ته په چارو کې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سپارښتنې وکړې او همدارز یې ډاډ ورکړ، چې د چارو د لا ښه والي او منظموالي په موخه به یې ټولو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي او وړاندیزونه به یې شته امکاناتو ته په کتو پوره کړي.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۴/۵/۱۸هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۱.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۲م  
 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS